کندهار کې نا مسوولو وسله والو یو قومي مشر ووژه

comments 0

هندوکش – کندهار: نا مسوولو وسله والو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې قومي مشر او د سیمه ییزې شورا غړي حاجي نصرالله اڅکزې په ډزو ووژه.
د رارسیدلي راپورونو پر بنسټ بریدګرو دا قومي مشر تیره ورځ شاو خوا ۱۲ بجې د یادې ولسوالۍ په نوي کلي کې وژلې دې.
راپور زیاتوي چې بریدکوونکې له پیښې وروسته له سیمې په تیښتې کامیاب شوي دي.
که څه هم امنیتي چارواکو تردې دمه څه نه دي ویلي خو د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت پیښه تاییدوي او وایې چې نوموړي کومه حکومتې وظیفه نه درلوډله.
د یادې پیښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې تر اوسه په غاړه نه ده اخیستې.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply