کندهار کې موټر بم برید شوی

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز موټر بم برید کې پنځه سرتیري شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
ځینې سرچینې وایي، موټر بم برید تیره شپه د میوند ولسوالۍ اړوند مندوزو سیمه کې د ملي اردو پر مرکز شوی دی.
د کندهار والي ویاند عزیز احمد عزیز یواځې د پېښې پخلی کړی، د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا برید د ملي مرکز په قرول کې شوی چې د زیاتې مرګ ژوبلې مخه یې نیولې ده.
تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو دا ډول بریدونه ډير کله طالبان کوي.
ننگیالی کوهنورد

Comments