کندهار کې ملي امنیت دترهګرو ۹ کسیزه ډله نیولې

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په کندهار ولایت کې دملي امنیت موظفینودوسلوالو ترهګرو یوه ۹کیسزه ډله نیولې،چې په یاد ولایت کې په وژنو،چاودنو او ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
دکندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې یادې ډلې په پاکستان کې نظامي زده کړې ترسره کړې او افغانستان ته یې دجګړې لپاره راستولي وو.
چارواکي زیاتوي،چې یادې ډلې په کندهارولایت دقومي مشرانو،دولتي کارکوونکو په تررو اود افغان ځواکونو په مرکزونو بریدونه ترسره کول.
دوي وايي،له یادې ډلې څخه دملي امنیت موظفینو ګڼ شمیر سپکې اودرنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments