کندهار کې ماین چاودنې له امله شپږ ملکي وګري وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار ښار ته روان د اوړو ډک موتر چې ملکي خلک هم پکې ناست وو پرې چاودنه شوې چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
پورته څرګندونې د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسول کړي دي.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول فضل الباري بریالی وویل، چاودنه د ملکي خلکو پر یوه بار وړونکي موټر شوې، چې اوړه په کې بار و او د کندهار ښار ته يې د پلور لپاره وړل.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
پیښه د یاد ولایت په دامان ولسوالۍ کې تیره ورځ شوې ده.
دغه چارواکي زیاته کړه، دغه ماین تازه طالبانو لخوا ځاې پرځای شوی وو چې ملګي وګړي پرې ښکار شوي دي.
ضیا دراني د کندهار د امنیتي قوماندانۍ ویاند پیښه تاییدوي او وایې چې پیښې په اړه څیړنې روانې دي.
طالب وسله والې ډلې پیښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې سږګال ورته پیښې لغمان، لوګر او ارزګان کې ترسره شوي چي له امله یې ډیرو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګیالې کوهنور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply