کندهار کې غیر معیاري فټنس کلبونه وتړل شول

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت د بدني او سپورت ریاست چارواکي وایي چې له امنیتي ارګانونو سره يې په ګډه په ښار کي ځني هغه ورزشي کلبونه تړلي، چي قانوني اسناد يې نه درلودل او پرمعيار برابر نه وه.
د چارواکو په وینا، دا اقدام يې ځکه کړی، چي په ښار کي د فعالو غيري قانوني کلبونو مخه ونيسي او دورزشکارانو لپاره د کلبونو خدمات معياري کړي.
د سپورټ او بدني روزني رئيس دغه راز د خپل رياست اړوند د ځينو لاسته راوړونو يادونه هم وکړل.
ده د ښځينه فوټبال ټيم پراختيا، د شطرنج لوبي عصري کېدل او د فيفا نړيوالي ادارې له لوري د کندهار د احمدشاهي لوبغالي ملاتړ دخ پل رياست د ځينو لاسته راوړونو په توګه ياد کړل.
مدير اغا له ټولو ورزشکارانو غوښتنه وکړه، چي په کلبونو کي دي د بدن د جوړښت او ښکلا په موخه پېچارۍ او پوډر نه کاروي.
ده وویل، چي د عامي روغتيا له رياست سره په ګډه يې په کلبونو کي دپوډرو او پېچاريو د استعمال مخه نيولې، چي دده په وينا د انسان روغتيا ته جدي زيان لري.
آرش احساس

Comments