کندهار کې عملیات شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، تېره شپه د میوند ولسوالۍ اړوند(جګړوم) سيمه کې افغان ګډو ځواکونو عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې يې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دراني په خبره د عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو د انجنیري ټيم هغه شپږ کړۍ ماینونه هم له منځه وړي، چې د سړک غاړو ته یې ځای پر ځای کړي وو.
میوند ولسوالۍ په زیاتو سیمو کې طالبانو د سړک غاړې ماینونه ايښې چې ډير کله په ملکي وګړو چاودنې کوي او ژوند یې اخلي.
د طالبانو د سړک غاړو ماینونو د افغان ځواکونو لپاره عملیات هم سخت کړي دي.
ننگیالی کوهنورد

Comments