کندهار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال لس طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت لیکلي دا عملیات تیره ورځ د کندهار امنیه قوماندانۍ پولیسو کړي دي.
سرچېنې پولیسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې.
د کندهار ځينو نورو ولسوالیو کې هم طالب ضد عملیات روان دي چې سخت ګوزارونه یې خوړلي دي.
د کندهار په ګاونډ زابل او ارزګان ولایت کې هم پراخ عملیات پيل شوي چې هوایي ځواک یې ملاتړ کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments