کندهار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې نهه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
کندهار کې د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند محمدصادق عیسی وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې يې د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اړوند په “شېرغه” سيمه کې عملیات کړي، چې پر مهال یې څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د یو بل خبر له مخې، د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند محمد صادق عیسی وايي، تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند “چهل ګزه” سیمه کې د کشفي معلوماتو له مخې د طالب وسله والو پر یوه مرکز هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې يې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments