کندهار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایي، مېوند ولسوالۍ کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قومنداني وايي، دا طالبان په عملیاتو کې وژل شوي په مقابل کې یې یو پولیس هم ټپي شوی دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ مرستیال ویاند عبدالبشير خاکسار وایي، چې عمليات تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د میوند ولسوالۍ د چغني په سيمه کې ترسره کړې دي.
د خاکسار په خبره، عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments