کندهار کې طالبانو د ملکې خلکو د تېلو موټرو ته اور ورته کړی

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د شاولیکوټ ولسوالۍ د امنیه قومندان مرستيال وویل ، چې وسلوالو طالبانو د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د البک په سيمه کي د ملکي خلکو د تېلو او موټرو د پرزو دري موټرو ته اور ورته کړی دی.
هغه وایي، چې وسلوالو طالبانو له عامو خلکو سره لومړۍ لفظي شخړه کړې او وروسته یې موټران د دولتي مالونه د شک له امله یې هغې ته اور ورته کړی دی.
د کندهار د ولایت مقام په یوه خبر پاڼه کې وویل، چې وسلوالو طالبانو د موټرانو له سوځېدو وروسته یې موټرچلونکي هم شکنجه کړي دي.
عبدآلله اڅکزی

Comments