کندهار کې صنعتي نندارتون جوړیږي

comments 0

هندوکش – کندهار: په پام کې ده چې روانه اوونۍ کندهار کې یو صنعتي نندارتون جوړ شي.
ویل کېږي په دغه نندارتون کې به د کندهار ټول تولیدات، قیمتي ډبرې، طبي مواد، وسپنیز توکي، لاسي صنایع او نور شیان نندارې ته وړاندې شي.
دغه نندارتون د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې په نوښت جوړېږي.
دغه نندارتون کې د ګډون لپاره د ټولو زونونو سوداګر او صنعتکاران وربلل شوي دي.
تمه ده چې داسې نندارتونونو جوړل به په هېواد کې د کورنیو په ځانګړې توګه د کندرهار ولایت تولیداتو ته بازار موندنه وکړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments