کندهار کې شپږ تنه د قاچاق په تور نیول شوي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: کندهار ولایت امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوي اعلامیه کې راغلي، چې د نشه يي توکو د مبارزې ځواکونو د احمدشاه بابا په نړيوال هوايي میدان کې شپږ تنه د نشه یي توکو قاچاق په تور نیولي دي چارواکو په خبره یاد کسان د فراه، تخار، لوګر، کندهار ولایتونو دي،نوموړو کسانو په خپلو نسونو کې نشه یي توکي ځای پر ځای کړي وو،
کندهار پولیسو ویاند دوهم څارن جمال عبدالناصر بارکزي رسنیو ته وویل، یادو کسانو سره ۲،۴۹۰ کیلو ګرمه هیروین نیول شوي غوښتل يې ګاونډي هېواد هندوستان انتقال کړي کندهار پولیسو لخوا نیول شوي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments