کندهار کې سختې نښتې شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه طالب وسله والو د ارغستان ولسوالۍ اړوند د “نرغل” سيمه کې پر ځينو امنيتي پوستو بریدونه وکړل، چې په پایله کې يې دوه وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپيان دي.
دراني همداراز ارغنداب ولسوالۍ کې اتو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
درانی وايي، د ارغنداب ولسوالۍ اړوند “خانه ګرداب” سیمه کې پر امنيتي پوسته طالبانو برید کړی، چې د پولیسو ځوابي برید کې یې درې وسله وال وژل شوي، پنځه وسله وال او یو سيمه ییز پولیس هم ټپيان شوي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments