کندهار کې د چرګانو کار او بار زور اخیستې دې

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت د کړنې او مالداري ریاست چارواکي وایي چې له هغه وروسته چې پر پاکستاني چرګانو بنډیز ولګول شو اوسمهال کندهار کې د وطني فارمونه کار او بار ښه شوې دې.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په کندهار کې هره ورځ د چرګانو درې زره کيلوګرامه غوښه توليديږي.
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست مسؤلين وایي، د چرګانو ياده غوښه د کندهار له سلګونو فارمونو ترلاسه کیږي، چې له پاکستانه يې د چرګ د واردېدونکي غوښې مخه نېولې ده.
د چرګانو فارم لرونکي هم وایي، که حکومت ورته پاملرنه زياته کړي؛ نو د هېواد نورو ولایتونو ته به هم له کندهاره د چرګ غوښه واستوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments