کندهار کې د لشکر طیبه لس غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار کې امنیتي چارواکي وایې چې د لشکر طیبه په یوه لوې مرکز کې ماین چاودنې له امله ددغه ترهګرې ډلې ۱۰ تنه مړه شوي دي.
پیښه د کندهار ولایت ښورابک ولسوالۍ کې د لشکر طیبه په لوې مرکز کې شوې چې ډیورنډ صفري نقطې ته ځیرمه ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند اسد دراني رسنیو ته وویل:«تیره ورځ سهار د ښورابک ولسوالۍ ته څېرمه د ډېورنډ کرښې په صفري نقطه کې د القاعده او لشکرې طیبه په یوه لوی مرکز کې ماین چاودنه شوې چې له امله یې اووه پاکستاني دوه عرب او یو افغان وسله‎وال په کې وژل شوي دي».
دراني زیاته کړه دغه مرکز د پاکستان د یوې سرحدي پوستې سره په لنډ واټن کې جوړ شوی وو.
د نوموړي په وینا دغه مرکز کې اکثر وقت افغانستان کې ترهګریزو بریدونو پلانونه هم نیول کیدل.
هغه زیاته کړه تول وژل شوي کسان د ماین جوړولو ستر ماهیرین دي.
په دې اړه بیا تر اوسه نوموړې وسله والې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې تردې مخکې په ورته پیښو کې د طالب وسله والې ډلې ډیرې طالبان او وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply