کندهار کې د طالب وسله والې ډلې ګن شمیر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار کې د ملي امنیت له سیمه ییز اداری نه په خبرخ شوي خبرپانه کې راغلي چې په یاد ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه کي راغلي چې ياد وسله‌وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې تېره شپه د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ د کجور په سيمه کې وژل شوي دي.
خبر پاڼه کاږي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په یادو عملیاتو کې د طالبان اته شکمن کسان هم نیول شوي دي.
په عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو د زيان يادونه نه‌ده شوې، خو د وسله‌والو طالبانو د نقليه وسايطو، وسلو او هستوګن‌ځايونو د تخريب ادعا شوې ده.
په دې اړه تردې دمه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
ننګیالې کوهنورد

Comments