کندهار کې د طالبانو موټر بم هدف ته له رسیدو وړاندې وچاودیده

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د موټر بم برید مخنیوی کړی، دوی زیاتوي چې دغه موټر بم د امنیتي ځواکونو لخوا پېژندل شوی او هدف ته له رسیدو وړاندې یې چادنه کړې ده.
پېښه تېره شپه د کندهار – هرات پر لویه لار د میوند په ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
چارواکې وايي چې برید ګر غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک بار وړونکې لارۍ د ملي اردو د قرارګاه د ننه ته ورسوي خو سرتیري پيژندلی او د قره ول په خوله کې يې د خبرداري پرمهال چاودنه کړې.
په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحی علوي نن يکشنبه وويل چې په پېښه کې یوازي بریدګر وژل شوی او د پوځ سرتیرو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی.
نوموړي زیاته کړه:”په میوند ولسوالۍ کې بیابانه سیمه کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه چې د دريمې لوا اړوند ده ځانمرګي برید کونکو غوښتل لارۍ موټر د بېز دننه کړي او بیا چاودنه رامنځ ته کړي خو د پوځ سرتیرو پيژندلی برید يې باندي کړی او زموږ سرتیري مرګ ژوبله نلري٠”
میوند د کندهار په جنوب کې له هلمند ولایت سره په ګاونډ کې پرته نا امنه ولسوالي ده چې له تیرو ۲ اونیو راهیسې د وسله والو طالبانو پراخ بریدونه هم پيل شوي او تر څنګ يې افغان ځواکونو هم پر ضد یو لړ اقدامات کړي.
تیره اونۍ د کندهار امنیه قوماندان پاسوال تادین خان په میوند ولسوالۍ کې خبریالانو ته وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري د میوند ولسوالۍ د مرکز د سقوط بریدونه يې له ماتي سره مخ کړي او تر څنګ يې ژړۍ او پنجوايي ولسوالۍ ته د وسله والو د داخلیدو مخنیوی کړی.
یاده دې وي چې پرون شنبه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ هم د طالبانو لخوا د موټر بمي چاودنه شوې وه، چې د ښوونځي ګڼو زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړوله ده.
طالبانو داسې مهال خپلو بریدونه زیات کړي چې افغانان په قطر کې د دې ډلې سره د افغان حکومت د پیل شویو مذاکراتو څخه د یو دایمي اوربند تمه لري، هغه غوښتنه چې طالبانو تر اوسه نده منلې او ویلي یې چې چمتو نه اوربند وکړو.
عبدالله اڅکزی

Comments