کندهار کې د طالبانو له لوري توغول شوي توغندي ۳ماشومان وژلي ۹ ټپيان دي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري توغندی توغول شوی چې په پېښه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دغه توغندی تېر ماښام ۷ بجې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د یادې ولسوالۍ په خوشاب کلي کې د ماشومانو د لوبو پر مهال لګېدلې دی.
د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي وويل چې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمرونه له اتو څخه بیا د ۱۳ کلونو ترمنځ دي.
د پېښي ټول ټپيان میرویس روغتون ته انتقال شوي چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ بلل کیږي.
وسله والو طالبانو هم د پېښې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
عبدالله اڅکزی

Comments