کندهار کې د سیلاب ځپلو لاسنیوی کیږي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار چارواکي وایي، د سېلاب ځپلو سره د نورو مرستو په تړاو یې هڅې پیل کړي دي.

په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال اغالالی دستګیري وايي، تر د امهاله یې له سلګونو هغو کورنیو سره مرستې کړي، چې تېرو سېلابونو کې زیانمن شوي وو.

هغه وايي، په دغو مرستو کې خوراکي توکي او نور لومړني اړین توکي شامل وو.

د دستګیري په خبره اوس یې داسې هڅې پیل کړي، چې د هغو خلکو لپاره هم مرستې راټولې کړي، چې د کورونو ودانۍ یې سېلابونو نړولي خو دوی یې د بیا جوړولو توان نه لري.

تېرو سېلابونو کې د کندهار ۶۰۰۰زره کورنۍ زیانمنې شوې وې او ۹۶ کسان په کې مړه یا ژوبل شوي وو.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments