کندهار کې د سولې په ملاتړغږ پورته شو

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ اوسیدونکو د سولې په ملاتړ غږ پورته کړ ی دی او ویلی یې دي، چې سوله د هرافغان غوښتنه او ارمان دی او باید په جګړه کې ښکیلې خواوې دافغانانو هیلو ته مثبت ځواب ووایي.
دوی د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ په وسلوالو طالبانو غږ کوي، چې نور د جګړې پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړي او بین الافغاني خبرو ته ځانونه چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو انکار کړی او ویلي یې دي چې خپلو بریدونو ته به دوام ورکړو.
عبدالله اڅکزی

Comments