کندهار کې د ترهګرو طالبانو ناکام برید

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په کندهار کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو د ورکشاپ په ودانۍ جګړه او تصفیوي علمیات د ۴ برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
د کندهار دامان والسوالۍ اړوند ارغستان ولسوالۍ ته په غځېدلي سړک د ملي امنیت ځواکونو د موټرو د ورکشاپ په یوې ودانې تر موټر بم چاودنې وروسته پنځه ساعت جګړه د څلورو برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
د کندهار د امنیت امر فرید احمد مشعل وايي، په دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتې.
مشعل وايي، یوازې دوه کسه په دې پېښه ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: “د افغانستان دښمن په شاوخوا اتو بجو یې د ملي امنيت په یو ورکشاپ چې هلته د ملي امنیت هېڅ منسوب نه و حمله وکړه، یو تن بريدګر انتحاري موټر بم چاودنه وکړه او درې نورو یې جکړه پیل کړه، دوه کسه ټپیان دي چې یو عسکر او بل د ورکشاپ کارکوونکى دى، نور تلفات له نیکه مرغه نه لرو.”
په کندهار کې د میرویس روغتون چارواکي هم د دوو کسانو د ټپې کېدو خبره کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیه کې ویلي، په دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتي او بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي.
طالبانو د دې برید مسئولیت منلی.
عبدالله اڅکزی

Comments