هندوکش – کندهار: تیره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې څوارلس وسله وال وژل شوي دي.
دغه څرګندونې کندهار کې سیمه ییزو چارواکو کړي دي.
چارواکي وایې، د دغه ولایت د خاکرېز او غورک ولسوالیو ترمنځ په لالک او زرک سیمو کي د ځانګړو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې درې ملکي وګړي هم شهیدان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو له نښتې وروسته هلته ځانګړي شپني عملیات شوي او پر مهال یې څوارلس وسله وال وژلي او اته نور یې ژوندي نیولي.
سرچینه زیاتوي، د عملیاتو پرمهال یې د مخالفینو دوه موټرونه او ۳۵ موټرسایکلونه هم تخریب شوي.
په دې اړه بیا تر اوسه طالب یا کوم بلې وسله والې ډلې څه نه ډي ویلي.
ننګیالې کوهنورد
کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې څوارلس وسله وال وژل شوي دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.