کندهار کې دیني علماوو د طالبانو جګړه ناروا وبلله

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار کې دیني علماء راټول شوي و او په افغانستان کې روانه جګړه یې له اسلام سره په ټکر کې وبلله.
دیني عالمانو په اسلامي دولتونو او نورو علماوو نیوکه وکړه چې د افغانستان د جګړې په تړاو چوپه خوله دي.
د غونډې ویناوالو نیوکه وکړه چې اسلامي هېوادونو افغانستان په جګړه کې یواځې پريښې او د دې جګړې په تړاو حتا د اسلام له نظره هم فتوا نه ورکوي.
دغه راز په نورو دیني علماوو هم نیوکه وشوه چې د اوسنۍ جګړې په تړاو چوپه خوله دي او د طالبانو او داعشیانو د جګړې په تړاو هیڅ نه وايي.
علماوو د افغانانو پرضد جګړه یو ناروا عمل یاد کړ او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې دې جګړې ته د اسلام نوم نه ورکوي.
ویناوالو د افغانستان جګړه پردۍ یاده کړه چې قرباني یې افغانان ورکوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply