کندهار: په میوو بار بله کارګو هند ته لاړه

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار نړيوال هوايي ډګر څخه څلوېښت ميټريک ټنه وچه او لنده مېوه هندوستان هيواد ته ولېږدول شوه.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت وايي، په ليږدول شوې ميوه کې انځر، انار او انګور شامل وه ، چې تېر ماښام ناوخته د کارګو پرواز په وسيله د کندهار نړيوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته ولېږدول شوه.
د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانيستلو وروسته دا د کارګو څلورم پرواز دی چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته تر سره کېږي.
ننگیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply