کندهار: په ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې ماین چاودني دوه ملکي وګړي شهیدان کړي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېر مازیګر د ارغستان ولسوالۍ اړوند د “سړک مانده” سيمه کې د دوو ملکي وګړو یو موټر سایکل په ماین برابر شوی دی.
د دراني په خبره، ماین د وسله والو طالبانو له لورې ایښودل شوی و چې دواړه ملکي کسان پکې شهیدان شوي دي.
د راپورونو په اساس، یاده سیمه کې تر دې وړاندې هم طالبانو ماینونه ځای په ځای کړي و چې ملکي وګړي پکې قرباني شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments