کندهار: په ملکي وګړو د طالبانو برید

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وايي، نن سهار کندهار ښار پنځمې حوزې اړوند یو سرای کې چاودنې درې ملکیان وژلي او دیارلس نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي، چاودنه نن سهار پنځه بجې شوې خو تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم.
ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي چې له ډلې يې د شپږو یې وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د چاودنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی خو عیني شاهدان دا عمل د طالبانو کار بولي چې په خلکو کې ویره خپره کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په یو عامه ځای کې چاودنه کوي، تر دې وړاندې هم په عامه ځایونو کې یې ملکي وګړي شهیدان کړي دي.
ننگیالي کوهنورد

Comments