کندهار پر لور روان د طالبانو پر ماین ملکي خلک وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – دایکنډي: په دایکنډي کې سیمه ییز خلک والي چې، په نومېش ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د طالبانو ماین چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د نومېش ولسوال حاجي بال خان بیا وايي چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.
چاودنه د نومیش مشترک بازار ته څېرمه هغه مهال چې یاد مسافر وړونکی موټر له نومېشه کندهار ښار ته پر لاره و. د نومېش ولسوال وايي چې په دې چاودنه کې اوو مسافر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
سیمیز چارواکي وايي، چې د دې پېښې قربانیان او ټپیان د یاد ولایت د نومېش او کالوی خدیر ولسوالیو اوسېدونکي دي. د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
نجیبه سروري

Comments