کندهار پر طالبانو مرګوني بریدونه شوي / بریالې ویاړ

comments 0

کندهار کې تېره شپه پر طالبانو هوایي بریدونه او ځمکني عملیات شوي چې پایله کې یې د دې ډلې مهم کسان او زیات شمېر غړي وژل شوي دي.
د کندهار امنیه قومندانۍ د مالوماتو له مخې، یواځې تېره شپه یو هوايي برید کې کندهار کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د هوايي او مځکنیو بریدونو پر مهال څوارلس وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
دا بریدونه تېره شپه شوي او د وسله والو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او څوک نشته چې د جګړې له سیمې پورته او خښ یې کړي.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې لومړۍ دوه هوايي بریدونه د شلغمي په سیمه کې شوي، چې وسله وال د پولیسو يوې پوستې ته د برید لپاره را روان و.
د مالوماتو له مخې؛ په برید کې اووه وسله وال، چې د هارون عبدالخالق د ګروپ غړي وه وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي.
تېره شپه هوایي برید کې د وسله والو طالبانو نهه میله وسله تخریب شوې او څو مرکزونه یې له منځه تللي دی.
له دې بریدونو وروسته سیمه کې افغان ځواکونوچاڼیز عملیات پیل کړي چې طالبان له سیمو یا وشړي او یا یې له منځه یوسي.
په ورته مهال د خاکریز ولسوالۍ اړوند سیمو کې هم چاڼیز عملیات روان دي چې طالبان یې شاتګ ته اړ کړي او په مخه کړی یې دي.
دغه راز د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیات شمېر مرکزونه ویجاړ شوي دي.
تېره شپه طالب وسله وال د میوند ولسوالۍ اړوند “ملنګ کارېز” سیمه کې د پولیسو له یوه کمین سره مخ شوي دي، چې پر مهال یې اووه وسله وال وژل شوي او اته نو ر ټپيان دي.
دا یواځې د تېرې شپې د عملیاتو جزیات دي، داسې نږدې هره شپه طالبان په دلۍ دلۍ وژل کیږي او له منځه ځي.
د طالبانو مشران په بهر کې ناست مزې کوي او وسله وال یې دلته دښتو کې پريښې او له افغانانو سره یې بې مفهومه جګړه کې جنګوي.
طالب مشرانو ګټې چې تر څو نه وي خوندي شوي دا جګړه به روانه وي او طالبان به وژل کیږي، افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې طالبانو ته سر سخته ماتې ورکړي او له فعالیت یې وغورځوي.

Comments