کندهار: پر طالبانو خپل ماین چاودلی

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، د کندهار میانشین ولسوالۍ کې دوه طالبان د خپل ماین چاودنه کې ووژل شول.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تیره شپه د میانشین ولسوالۍ اړوند تبابچه سیمه کې دوه طالبان هغه مهال چې غوښتل یې ماین ښخ کړي پرې وچاودید او ځای پر ځای یې ووژل .
درانی وايي، چاودنه کې دوه نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
میانشین ولسوالۍ زیاتو سیمو کې طالبانو د سړک غاړې ماینونه ځای په ځای کړي چې ډيره کله د ملکي وګړو ژوند اخلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments