کندهار: پرملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، کندهار کې ماین چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار امنیتي مسولین وايي، ددغه ولایت په شمالي ولسوالۍ شاولیکوټ کې ماین چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

دغه ماین چاودنه په چنار کلي کې د هغې کورنۍ پر غړیو شوې، چې تېره ورځ  د نوي کال د مېلې نمانځلو ته روان وه.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، چې په چاودنه کې موټر چلوونکی شهید شوی او د ښځو ماشومانو په ګ‌‌‌‌‌‌‌ډون څلور نور ټپيان شوي.

چاودنه د هغه ماین له کبله وه چې وسله والو طالبانو په سړک کې ځای په ځآی کړی و.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments