کندهار ولایت کې ۳تنه وسلوال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ کندهار: د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانوغوښتل، چې د یادې ولسوالۍ په سړک باندې ماین ځای پرځای کړي، چې په ترڅ کې یې ماین چاودنه کړې او ۳تنه وسلوال طالبان یې وژلي دي.
د یاد ولایت ځايی چارواکي د پیښې پخلی کوي او وايي، چې طالبانو په دې ورستیو کې د ملکې وګړو په وژنه بیا پیل کړي دی او په دې سره غواړي، چې د سولې په ملي پروسه کې زیاته ونډه خپله کړي.
بل لوری د کندهار ولایت اوسیدونکي وايي، که طالبان له داسې کړنو لاس وانخلي په وړاندې به یې ملي پاڅون ترسره کړٍي.
عبدالله اڅکزی

Comments