کندهار ولایت کې له ۱۲۰ بېځایه شوو کورنیو سره مرسته ترسره شوه

comments 0

هندوکش – کندهار: دکندهارولایت ځايي چارواکي وايي، چې دکندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې له ۱۲۰ هغو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره کړه،چې کورونه یې دسیلابونو له امله زیانمن شوي وو.
چارواکي زیاتوي،چې یاده مرسته د۲۰۵ اتل قول اردو له لوري په اړمنو کورنیو باندې وویشل شوه،دوي زیاتوي،چې په ترسره شوو خوراکي توکو کې اوړه، بوره،غوړي،چاي اوګن شمیر اړین توکي شامل وو.
په ورته وخت کې دکندهار اوسیدونکو دافغان ځواکونو له یادې مرستې څخه مننه وکړه او په مربوطه ادارو غږوکړ چې خپلې مرستې اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو ته ورسوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments