کندهار له خلکو سره بیړنۍ مرسته اعلان شوه

comments 0

هندوکش – کندهار: ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې ،د وروستیو سیلابونو د، خسارې لپاره د ۱۰۰ میلیونو افغانیو او د زر ټنه غنمو بیړني مرستي ژمنه وکړه

. ښاغلي غني دغه ژمنه د شنبې په ماښام د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د سیلاب ځپلو کورنیو سره په لیدنه کې وکړه .

د کندهار د تیري اوونۍ د شنبې ورځي په سیلابونو کې ۲۵ کسان مړه  او ۷۰ نور ټپیان شول.

دغه راز شاوخوا ۶۰۰۰ زره کورنه ویجاړ او په سلګونه جریبه ځمکه د راغلو سیلابونو له امله زیانمنه شوې ده.

ولسمشرد فرا او کندهار ولایتونو  له سفر وروسته تیره شپه ناوخته بیرته کابل ته راستون شو.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments