کندهار: طالبان په خپلو چاودنو کې وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وايي، کندهار کې ۱۳ وسله وال طالبان په خپلو دوو موټرو چاودنو کې وژل شوي .
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي، لومړۍ چاودنه تېره شپه د شاه وليکوټ ولسوالۍ اړوند اندړانو سيمه کې د هغه موټر له امله رامنځته شوي، چې پکې په زیاته کچه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.
د هغه په خبره په دغه لومړۍ موټر چاودنه کې نهه وسله وال وژل شوي دي.
داوود احمدي همدا ډول زیاتوي، چې تېره شپه د همدې ولسوالۍ د شنه نري په لاره کې د طالبانو یو بل موټر چې په چاودیدونکو بار و، چاودنه کړې او له امله یې د یوه طالب قوماندان “نیک محمد” په کډون څلور نور وژل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments