کندهار: طالبانو د قران حافظ شهید کړ

comments 0

هندوکش – کندهار: کندهار ښار کې وسله وسله والو طالبانو یو قاري په ډزو شهید کړی او له سيمې وتښتېدل.

شهید شوی قاري، دوکتور هاشمي نومېږي او ډېر کله به یې دولتي غونډې د قرانکریم په تلاوت پیل کولې.

د قاري هاشمي د وژلو نور لامل نه دی په ګوته شوی او نه یې هم چا مسولیت په غاړه اخیستی.

خو ځایي سرچینو ویلي، کندهار کې طالبان هر هغه څوک په نښه کوي چې له دولت سره همکاري لري.

دوه کاله وړاندې طالبانو د غفور په نوم یو کس شهید کړی و چې د طالبانو جګړه یې ننګولې وه.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments