کندهار: د ښځو له ښوونځیو نارینه استادان لیرې کیږي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار والي، له ښځينه ښوونځيو څخه د نارینه مدیرانو د لري کولو پرېکړه کړې ده.

هغه د کندهار د یو شمېر ښوونځیو له ښوونکو او مدیرانو سره  دیوې غونډې پر مهال وویل، چې سر له نن څخه له ښځینه ښوونځیو څخه نارینه مدیران لري او پر ځای به یې ښځینه مدیرانې په دندو وګمارل شي.

دا مهال په کندهار ښار داسې  نهه ښځینه ښوونځي شته، چې مدیریت چارې يې د نارینوو پر غاړه وې.

د کندهار ښار اووسېدونکي دغه ګام  بې ساری ګڼي او وايي، په دې سره به د ښځينه زده کوونکو په شمېر کې زیات والی راشي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments