کندهار: د طالبانو ماین په ماشومانو چاودلی

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، کندهار کې ماین چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړل.
چاودنه پرون ناوخته د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د نورزي په کلي کې په ماشومانو شوې چې دوه یې ټپيان کړي.
د کندهار د امنيې قومندانۍ مرستیال ویاند مطيع الله هلال وایي، ماين وسله والو ځای پر ځای کړی و او په چاودنه کې ټپي شوي ماشومان هم د پوليسو له لوري روغتون ته ليږدول شوي دي، چي اوس يې روغتيایي حالت ښه دي.
د دغې چاودنې په اړه خپله طالب وسله والو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ځایي خلک دا ماین د طالبانو یادوي چې ډیر کله یې د سړک غاړو کې ځای په ځای کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments