کندهار: خلک ټاکنو کې د ګډون لیواله دي

comments 0

4 Views

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، د کندهار ښار په ګڼو مرکزونو کې د پارلماني ټاکنو د نوم لیکني پاڼې خلاصې شوي دي.
مرکزونو کې د نوم ليکنې لپاره په قطار کې ولاړ کسان د پاڼې د خلاصېدو په اړه اندېښمن دي او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دي، دغه ستونزه ورته حل کړي .
په کندهار کې د ټاکنو کميسون وايي چې دلته د نوم ليکنې لپاره د خلګو پراخ ګډون د دوی د تمې خلاف وو.
د کمېسیون رییس وایي، دوی لکه د نورو ولایتونو په څېر چمتووالی نیولی و چې د خلکو ګډون به ټاکنو کې کم وي، خو د تمې خلاف د خلکو مراجعه زیاته ده او دوی ورته رسیدګي نه شي کولای.
اوس کمېسیون ډاډ څرګند کړی چې په مرکزونو کې به د نوم لیکنې اسباب زیات کړي او کار به وکړي چې ټولو خلکو ته د نوم لیکنې زمینه برابره شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments