کندهار ته د خلیلزاد سفر

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کندهار ته د خپل سفر په مهال ویلي، ټول افغانان دې دوحه کې خبرو ته سره کېني.
خلیلزاد چې تیره ورځ کندهار ته لاړ، تمه لري او غواړي چې د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان په دوحه کې سره کېني او د خپل هېواد راتلونکې په اړه دې په ګډه پرېکړه وکړي.
هغه ویلي، په خبرو کې باید د ښځو او ځوانانو په ګډون د افغان ټولنې د هرې برخې استازي ګډون ولري.
خلیلزاد ویلي، د سولې خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي چې طالبانو او امریکا پورې اړه لري، خو له دې وروسته پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي.
د هغه په خبره، تر ټولو مهمه دا ده چې د سولې لپاره پر یوه پلان کار وشي چې د دې پلان له مخې باید لومړی په جګړه کې ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments