کندهار او هلمند کې د وسلوالو طالبانو لخوا چمتو شوي موټر بمونه له چاودېدو مخکې له منځه وړل شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې په هلمند او کندهار ولایتونو کې دوه موټر بم بریدونه مخکې له کېدو شنډ کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، یو موټر بم تېره شپه د هلمند ګرشک کې د ملي اردو پر پوستې له برید مخکې له منځه وړل شوی چې یو سرتېري په کې ټپي شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په همدې شپه د کندهار معروف ولسوالۍ کې هم یو ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د سرحدي ځواکونو پوستې سره له چاودېدونکو توکو ډک موټر وجنګوي.
ویل شوي چې دغه موټربم هم له لرې واټنه ویشتل شوی چې چاودنه کې یې دوه سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د سولې د خبرو له پیل سره سم په ولایتونو کې د تاوتریخوالي دا ډول پېښې ډېرې شوې، افغانان د وسلوالو طالبانو دا ډول بریدونو خواشیني کړي او وايي چې له طالبانو سره بیا د سولې خبرې کومه معنا نه لري ځکه چې طالبانو ژمنه کړې وه چې له خبرو د پیل سره جګړه نه کوي او اوربند به وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments