کندهار او زابل کې سیلابونه راوتلي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په ښار او څو ولسوالیو کې سیلاونو لسګونه کورونه نړولي او حاصلات یې هم اغیزمن کړي دي.

کندهار کې مالومات ښيي چې دغه سیلاوونه تیره شپه د کندهار ښار او ولسوالیو کې راوتي دي.

د کندهار د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، ښار کې راوتو سیلاونو لسګونه کورنۍ بې ځایه کړی دي چې د امنیتي سرتیرو او ښاروالۍ د کار کوونکو په مرسته خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

د کندهار مسولین وايي، ژیړۍ ، ارغستان او سپین بولدک ولسوالیو کې هم سیلاوونه راوتی دي، دوه ماشومان یې ټپیان کړي او هلته یې لسګونه کورونه نړولي او زیانمن کړي دي.

اخوا د کندهار کابل لویه لار د زابل په مربوطاتو کې  د سیلابي بارانونو له امله تړل شوې چې سلګونه مساپر یې بند پاتې دي

بند پاته مسافر وایی، دغه موټرونه اوس په شاجوۍ کي ولاړ دي ، ښځي او ماشومان د لوږي ترڅنګ یخ له مرګ سره مخ کړي

بل پلو د زابل چارواکی وایي، مسافرو ته مرستندویه گروپونه رسیدلي او زربه یې خوندي سیمو ته ولیږدوي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments