کندهارکې د نشه یي توکو ۶تنه قاچاق کوونکي ونیول شول

comments 0

هندوکش ـــ کندهار: دکندهار ولایت دنشه یي توکو پرضد دمبارزې موظفینو ۶تنه د نشه یي توکو قاچاقچیان نیولي دي.
د یاد ولایت امنيتي چارواکي وايي،چې له نیول شویو کسانو سره ۲۱۳ عدده کپسول او ۱٫۶۲۳ کیلو ګرامه هیروئین نیول شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوو کسانو غوښتل له کندهار هوايي ډګړ څخه هند ته د نشه یي توکو ګولۍ انتقال کړي.
عبدالله اڅکزی

Comments