کندز: ۳۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړې ورکول شوې

comments 0

هندوکش – کندز: کندز کې د حرفوي زدکړو له مرکز په بیلا بیلو برخو کې درې سوه تنه فارغان شول.

دغو کسانو ته د شپږ میاشتو په اوږدو کې غالیو اوبدل، ترکاڼي، ویرنګ کاري، خیاطي ، د چرګانو روزل او د پردو ګنډلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

د تازه فارغ درې سوه کسانو له ډلې یو سلو پنځه اویا یې میرمنې دي.

تر دې وړاندې د خیاطۍ برخه کې دوه سوه میرمنې روزل شوې وې چې د خیاطۍ ماشینونه هم ورکول شوي و.

نجیبه سروري

Comments