کندز: ۲۴ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندز: کندز کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو په پایله کې ۲۴ طالبان وژل شوي دي. د کندز امنیه قومنداني وایي، عملیات د کندز په چاردرې ولسوالۍ کې شوي چې د طالبانو مهم قومندانان هم پکې وژل شوي دي. د دې عملیاتو پر مهال د وسلو یو ډیپو هم کشف شوی چې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي. چاودیدونکو توکو کې ۳۸ ماینونه او ۱۸ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي. د یو بل خبر له مخې د همدې ولسوالۍ اړونده سیمه کې هوایي برید شوی چې د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون اته طالبان پکې وژل شوي دي. نجیبه سروري

Comments