کندز کې ۸تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ کندز: تیره شپه کندز ولایت په مرکزکې دافغان هوايی ځواکونو په عملیاتو کې ۸تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۷تنه وسلوال ټپیان شوي دي.
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايی، چې په ترسره شوو هوايي بریدونو کې دطالب وسلوالو یوه قرارګاه له منځه وړې او د دوي د وسلو اومهماتو یوه ډيپوه هم له منځه تللې ده.
چارواکي زیاتوی، چې په نوموړو هوايی بریدونو کې ملکي وګړواو افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
نجیبه سروري

Comments