کندز کې ۲۷ تنه طالبان مړه او تپیان شوي دي

comments 0

هندوکش – کندز: کندز کې سیمه ییز خلک وایې چې د همدې ولایت په دشت ارچي ولسوالې کې د مخالفینو ۲۷ تنه مړه او تپیان شوي دي.
د پامیر شلمې فرقي د مطبوعاتو مسوول نظر محمد غیاثي نن ویلي چې تېره شپه وسله‎والو مخالفینو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د بندر امام صاحب او د کلوپ په سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډلیزبرېدونه کړي چي په ورته وخت دافغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوې چي په ترځ کې یې ۱۵وسله وال وژل شوي او۱۲نوریې تپیان شوي دي.
د کندز ولایت په اړونده ولسواليو کې اوس مهال پراخ ځانګړي عملیات طالبانو پر وړاندې دوام لري چې د راپورونه پر بنسټ دولت او طالب وسله والې ډلې ده تلفات اوښتي دي.
خو بیا ځاي خلک وایي چې په تیرو څو میاشتو کې طالبانو ډلو ته چې افغان طالبانو ترڅنګ د چچین، تاجکستان، روسيې او ازبکستان وګړي هم پکې فعالیت کوي زیات شمیر تلفات اوښتي دي
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply