کندز کې پر طالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

هندوکش – کندز: د ملي دفاع وزارت وايي، د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي چې د کورنیو وسله والو تر څنګ یې تاجکستاني وسله وال هم وژلي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د تېرې ورځې عملیاتو کې یې ۳۱ طالبان وژلي چې پنځه قومندانانو په ګډون دوه پکې تاجکستاني وګړي دي.
خپره شوې خبرپاڼه کې د قومندانانو نومونه، مولوي موسی، قاري امیر، مظهري، منصور او عبدالحکیم یاد شوي دي. خبرپاڼې دغه راز لیکلي چې د پوځ اوپولیسو په دې ګډو عملیاتو کې ۱۷ نور طالبان ټپيان شوي هم دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز په لوګر کې هم د ۹ وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply