کندز کې وسله والو څلور وروڼه وژلي

comments 0

هندوکش – کندز: د کندز ولایت په خان آباد ولسوالې کې غیر مسوول وسله وال کس د یوې کورنې څلور تنه وژلي دي.
د خان آباد امنیه قومندان مل پاسوال محمد ظاهر نیازي رسنیو ته ویلي: چې پیښه دوشنبې سهار د خان آباد ولسوالې په عرب دقاق کلي کې شوې.
د نوموړي په وینا دغې پیښې کې پنځو وروڼو د چاقو په وسیله هڅې کړي ترڅو د وسله وال کس پر وړاندې چې غوښټل یې عشر واخلي مقاومت وښيې چې په ترڅ کې دزوو په وسیله یو تپي او څلور تنه وژل شوي دي.
نیازي وویل چې وسله وال سړې د یوې ناقانونې ډلې قومندان چې متینک په نوم مشهور دې غړې دې چې له پیښې وروسته له ځایه تښتیدلې دې.
شاه رسول غزنوي

Comments

Leave a Reply