کندز کې طالبان په خپل ماین وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کندز: راپورونه وایي، په کندز کې څلور ماین اېښودونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د کندز امینه قوماندان پاسوال عبدالحمید حمیدي وایي، تېره ورځ ناوخته د طالبانو څلور کسیزې ډلې غوښتل چې د ښار اړوند په کرنم سیمه کې ماین ځای پرځای کړي.
د پاسوال حمیدي په خبره ، پر دغو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې او وژل شوي دي.
د پولیسو په خبره، طالبان په لوی لارو او عامه ځایونو کې ماینونه ږدي چې ډير کله پرې ملکي وګړي وژل کیږي او ټپيان کیږي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments