کندز کې طالبان له ټولګټو پروژو پيسې اخلي

comments 0

هندوکش – کندز: وسله وال طالبانو اوس د برښنا د پیسو تر څنګ د ټولګټو پروژو څخه هم باج اخلي.
د تیرو دوو کلنو راپدیخوا کندز کې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې وسله وال طالبان د خلکو څخه د برق بل اخلی او پیسې یې خپله ټولوي.
اوس د کندز والي جبار نعیمي وایي چې وسله والو طالبانو د برق د پیسو تر څنګ د ټولګټو پروژو څخه په پیسو اخیستلو لاس پورې او ټولو پروژو څخه باج اخلي.
د والي په خبره، تر هغې چې ورته پیسې ورنکړل شي نو د پروژو کار ته اجازه نه ورکوي.
د کندز والي وایي ، دغه کار ورته د منلو وړ ندی او باید د باج اخیستلو مخه ونیول شي.
د کندز ولایت ولایتي شورا وکیل صفی الله امیري هم منې چې یو شمیر شرکتونو ورته مراجعه کړې وه چې وسله وال طالبانو ورڅخه باج اخلي او د کار پریښودو ته یې اجازه نه ورکوي.
نجیبه سروریي

Comments